ګران افغانستان
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يم

نه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم

 

زه مين دچا په تورو سترګو نه يم

خو په خپل وطن مين يمه،افغان يم

 

دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يم

زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم

 

 

ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دی

ځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی

 

دامې مينه،داعزت،دامې غروردی

دامې عقل،دامې سوچ،دامې ارمان دی

 

له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث ده

اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ايمان دی

 

خړه خاوره ېې،له زروښائسته ده

ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان دی

 

داوطن دې خدايه تل ترتل  ژوندئ وي

دقيام دسترګوتور،  افغانستان دی

 

 

 


April 17th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان